طب

په مخ داغونه په مېرمنو کې د سړيو په پرتله ډېر ترسترګوکيږي.

20221029 183735
Avatar photo
Written by Zwak News

په مخ داغونه په مېرمنو کې د سړيو په پرتله ډېر ترسترګوکيږي.

پر مخ د داغونو پيدا کېدل د پوستکې يوه ناروغي ده، چې اکثره په ځوانو نجونو او مېرمنوکې ليدل کېږي.

دغه داغونه پر وچلي (تندي)، باړخوګانو او زنې باندې وي، چې نسواري او خړ رنګ لري.

دغه داغونه له (٢٠) کلنۍ څخه نيولې بيا تر (٣٠) کلنۍ پورې عمر کې ډېر پيدا کېږي،

چې په مېرمنو کې د سړيو په پرتله ډېر ترسترګوکیږی۰

”ددې ناروغۍ عوامل اوږد مهاله بې خوبي، سټريا، ښه خوراک نه کول، لمر ته ډېر ګرځېدل يا کار کول،

په مخ د داغونو علت

له خوارځواکۍ، بې خوبۍ، لمر ته ډېر ګرځېدل او په امېدوارو مېرمنوکې دځينو ويټامينونو کمښت له کبله پيدا کيږي.

د ښځو د مياشتني عادت بندېدل او په امېدوارو مېرمنوکې دځينو ويټامينونو کمښت دی“.

د ښه او روښانه پوست درلودل د ښکلا يوه برخه ده، نو کله چې د يو چا پر مخ داغونه پيدا شي بايد خامخا د درملنې په فکر کې شي. د يادونې وړ ده، چې ځينې کورنۍ درملنې هم شته.

ترکاری او ميوې

خوب کول، له لمر څخه ځان ساتل، د اميدوارۍ پر مهال پوره ويټامينونه اخيستل، ترکاريو اومېوو خوړل يې دمخنيوي ګټورې لارې دی۰ د لمر ضد کريمونو کارول دغه ناروغي لږ کمزورې کړي، خو بيا هم له يوه جلدي ډاکټرسره مشوره ضروري ده“.

اوس به دې ته راشو چې، څنګه کېدای شي، چې پر مخ مو لکې ياداغونه پيدانه شي ۰په منظمه توګه خوب کول، له جسمي او روحي پلوه ارام کول، له لمر څخه ځان ساتل،

د اميدوارۍ پر مهال پوره ويټامينونه اخيستل، د شنوسابو، ترکاريو اومېوو خوړل يې دمخنيوي ګټورې لاری“. دی

Leave a Comment