افغانستان کې د نوي اسلا:مي نظا:م تر حاکمیت وروسته په لومړي ځل هند ته دوه اړخیزه سوداګریز پرواز ترسره کیږي.
دغه ځانګړی پرواز د کابل-ډهلي تر منځ د جون د میاشتې په ۱۵مه د کام ایر هوايي شرکت له خوا ترسره کیږي.
څارونکي د سوداګریزو پروازونو بیا پیلیدل دا افغانستان او هند تر منځ د سیاسي، اقتصادي او ديپلوماتیکو اړیکو پر پراخېدو تعبیروي.
څو ورځې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت معین کابل ته سفر وکړ او له افغان لوړپوړو چارواکو سره یې وکتل.
هندي چارواکو له افغانستان سره د ديپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو او له افغان حکومت سره د ديپلوماسۍ له لارې چارو مخته وړلو ټینګار وکړ.
همدا راز هندي چارواکو په دغو ملاقاتونو کې په کابل کې د خپل سفارت د بیا پرانیستلو ته هم اشاره کړې.
هند د تېرکال اګست تر ۱۵مې وروسته په کابل کې خپل سفارت وتړلو.