لیکنې

په روژه کې د خوب کموالی څه ډول پوره کړو ؟

20230331 113230
Avatar photo
Written by Zwak News

د روژې په میاشت کې د روژه نېونکو په ورځني ژوند کې ځیني بدلونونه راځي چې هغه زموږ په خوب اغېز پرېباسي او په مناسبه اندازه خوب کول د روغتیا لپاره خورا مهم دی او زموږ د شخصیت په هر اړخ باندې اغیزه کوي . د روژې په میاشت کې تراویح ، د شپې عبادات او پېشلمی د خوب نورمال مهالوېش بدلوي ، چې د بدن په ساعت اغیزه کوي او په دې میاشت کې د خوب د کموالي له امله روژه نیونکي له مختلفو ستونزو سره مخ شي ، نو هڅه وکړې چې د ځینو لارو چارو په خپلولو سره خپل خوب کړئ .

1 – د خوب مهالوېش جوړ کړئ : کوښښ وکړئ چې له ماښامي او تراویح وروسته تر سهاره پورې لږ تر لږه څلور ساعته خوب وکړئ او له پېشلمي او لمانځه وروسته له دوه ساعته خوب ستاسو د خوب موده تر شپږو ساعتونو پورې غځوي .

2 – هڅه وکړئ په یو ټاکلي وخت کې خوب وکړئ : د روژې په میاشت کې د خوب د بدلون ترڅنګ مهمه ده چې هره ورځ د ویده کیدو او را ویښیدو وخت مو ټاکل وي ، یعنې په یو ټاکلي وخت وېده شئ او په یو ټاکلي وخت راوېش شئ ، دا به مو له بدن سره مرسته وکړي چې د خوب له بدلون سره سمون ومومئ او د خوب محرومیت امکانات کم کړئ .

3 – لنډه قیلوله : د ماسپښین یوه لنډه قیلوله یا لږ خوب فزیکي انرژي زیاتوي او د تمرکز وړتیا ته هم ګټه رسوي ؛ خو د دې خوب موده باید له 20 تر 30 دقیقو زیاته نه وي ، ځکه ډېر خوب کول د فزیکي او ذهني ستړیا احساس زیاتوي .

4 – خوراک ته پاملرنه وکړئ : په ماښامي کې د زیاتې بورې یا غوړ لرونکي خواړو له خوړلو ډډه وکړئ ځکه چې بدن یې د هضمولو لپاره سخت کار ته اړتیا لري چې په خوب اغیزه کوي . له ویده کیدو څخه څو ساعته مخکې د چای یا کافي څښلو څخه ډډه وکړئ ترڅو آرام خوب وکړئ .

د روژې په میاشت کې د خوب کموالی د مختلفو ستونزو لامل ګرځي ، چې ځینې عامې ستونزې یې په لاندې ډول دي : 1 – د سر درد او غُصه کول : د بدن ساعت په خوب او را ویښیدو کې مهم رول لوبوي او دا بدلون د بدن د ساعت په ساعت باندې اغیزه کوي نو کله چې راویښ نو د ډېرې غُصه سبب کیږي چې ځینې خلک د سر درد سره مخ کیږي .

2 – په ذهني فعالیت منفي اغیزې : خوب د دماغي فعالیت لپاره مهم دی او د خوب کموالی د تمرکز کولو لپاره ستونزمن وي ، دا عکس العمل ښودل سستوي او د ستونزې حلولو مهارتونه زیانمنوي . 3 – د بدن د وزن زیاتوالی : د طبي کارپوهانو په وینا ، د خوب نشتوالی په هورمونونو کې د بدلون لامل کیږي چې اشتها زیاتوي او چې په پایله کې د لوږې د زیاتوالی لامل کېږي او د خوب کموالی د صحي خواړو انتخاب ستونزمنوي ​​​​او هغه خلک بازاري خواړه خوري د وزن د زیاتوالي لامل یې کیږي

Leave a Comment