له هغه چا سره چه واده کوې لمړی مو دخپلې وینې معاینات ترسره کړئ که دمعایناتو نتیجه کې دښځينه دوینې ګروپ -rh وي او دنارینه دوینې ګروپ +rh وي نو د داسی اشخاصو واده کول د ماشوم لپاره خطرناکه دی او ددوې ماشوم هم باید دجدي څیړنې لاندی ونیول شی که چیری دښځی په نس کی دماشوم دوینی ګروپ دمور د هغې سره یوشان وی یعنی -rh وي نو ماشوم ژوند ته کوم خطر نشته او ښځه کولې شي دمعمول په ډول ولادت وکړي خو که دمور په نس کې دماشوم دوینې ګروپ دپلار دوینې ګروپ سره یوشان وي یعنی+RH وي نو په دې وخت کی دماشوم ژوند په خطر کی دی او باید دجدي مراقبت لاندی ونیول شي که دماشوم وینه +RHګروپ ولرې او دمور یې -rh نو په دې صورت کې دمور دبدن دفاعی سیستم دماشوم دوینې حجرې دحملی لاندی راولې اوماشوم په کمخونی ،زیړي، عصبی تخریب او دزړه خرابوالي باندې اخته کیږی.
که چیرې داسې اشخاص چه ښځه -rh اونارینه +RH دوینې ګروپونه ولري سره واده وکړي نو سه باید وکړي
دحمل په ۲۸ هفته کولاي شی دcoombs test پنوم یو ټیسټ ترسره کړی که چیری دا ټیسټ مثبت وی نو ماشوم ژوند په خطر کی دی او باید مراقبت یې وشی که چیری دا ټیست منفې وی نو دامعنی چه دموردفاعی سیستم د ماشوم په وړاندی انتی باډی لا تراوسه نه ده جوړه کړی او دوینی حجرات یې هم دحملې لاندې نه دی راوستي نو داوخت باید مورته د rogham immune glubolin پنوم پیچکاری ترسره شی ددی پیچکارۍ دنده داده چه دمور دفاعی سیستم دفشار لاندی راولې ترڅو دماشوم دوینې حجرات نور تخریب نکړی دا
پیچکاری
۹۰ فیصده کامیابه وي ځکه نو مخکې له کوژدې باید دوینې معاینات ترسره کړئ.
او دا کار په خپلو خپلوانو کې ډیر وی.
《نوټ》په لومړی او دوهم ماشوم کی داخطر ډیر کم یا له سره نه وی ځکه چی دمور بدن انتی باډی نه وی جوړه کړی.