له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون ویاند احمدالله وثیق نن په خپل ټویټر کې اعلان وکړ چې په تېر حکومت کې د زندانونو عمومي رییس احمد رشید توتاخېل هېواد ته راستون شوی دی.
وثيق ليکلي، چې ښاغلی توتاخېل د ياد شوي کمېسيون په هڅو نن له ترکيې هېواد ته راستون شو.
تر دې وړاندې هم د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي له افغان شخصیتونو سره د تماس د کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي دي