امیندوارۍ په جريان کې د ميرمنو لخوا د درد ضد درملو کارول ممکن د دوی په لوڼو کې د وخت څخه دمخه د بلوغت لامل شي. دا خبره څه موده وړاندې په ډنمارک کې په وروستۍ طبي څيړنه کې څرگنده شوه.
ډنمارک (پشتو هب پرلیکه راپور) په انجونو کې د وخت څخه دمخه بلوغت ته د رسیدو اصلي لامل څرگند شو. د آراهوس پوهنتون یوې وروستۍ څيړنې موندلې چې که چيرې میندې د امیندوارۍ پرمهال د درد ضد درمل وکاروي، نو د دوی لوڼو کې ممکن په 10 یا 11 کلونو يا حتى له دې هم وړاندې پکې د بلوغت نښې څرگندې شي.
دا لومړی ځل دی چې یوه طبي څيړنه په ماشومانو کې د بلوغت او حمل پرمهال د درد ضد درملو ترمنځ
اړيکې څيړي، او پایلې يې په طبي ژورنال امریکن جرنل آف ایپیډيمولوژي Epidemiology کې خپرې شوی دي.
څيړونکو وويل چې: “موږ د دواړو تر مينځ اړيکه موندلې او د حمل په اونۍ کې چې څومره درد ضد درمل کارول کيږي، له دې سره په نجونو کې هومره د بلوغت نښې نښانې ژر څرگنديدو احتمال زياتيږي، مگر په هلکانو کې تراوسه داسې څه نه دي لیدل شوي.”
د دې څيړنې په جريان کې د ډنمارک د زیږون کنټرول ډاټا ته کتنه شوې، او د 100 زره ميرمنو يوې ډلې د حمل په جريان کې څو څو ځله د درد ضد درمل کارولو په اړه تفصیلی معلومات چمتو کړي.
دې ميرمنو د 2000 څخه تر 2003 ترمينځ له 15 زرو ډير ماشومان راوړي دي، په کوم کې چې 7 زره 697 هلکان او 8 زره 125 انجونې وې، چې د هغوی تر 11 کلونو پورې جايزه واخیستل شوه او په هرو شپږو مياشتو کې د هغوی څخه د بلوغت پوښتنلیکونه ډک کړل شوي دي.
دې څيړنې وموندله چې په هغو نجونو کې د بلوغت نښې نښانې په اوسط ډول له يوې نيمې څخه تر دريو مياشتو په لومړيو کې څرگندې شوې، چې ميندو يې د امیندوارۍ په جریان کې تر 12 اونيو پورې د درد ضد درمل کارولې وو.
د څيړونکو په وينا، د يوې نيمې څخه تر دريو مياشتو پورې ب بلوغت خو په ښکاره توگه دومره مهم نه بريښي، مگر کله چې د دې بیا کتنه د امیندوارۍ پرمهال د درد ضد درملو کارولو سره پرتله کيږي، نو خلک به يې پایلو ته د پام کولو لپاره مجبوره شي. دا پايلي حتمي ندي، چې د موجوده تمرین بدلولو لپاره يې مجبورې کړي، مگر دا نظر چې د درد ضد درمل د امیندوارۍ په جریان کې خوندي او بې ضرره انتخابونه دي، دقيقا د دې تصور په ننگولو کې به مرسته
وكړي.
د عامه درد ضد درملو کارول په ټوله نړۍ کې خورا ډير شوي، او څيړنيز راپورونه ښيي چي 50 سلنې څخه ډيرې امیندواره میرمنې دغه درمل لږترلږه یوځل د حمل پرمهال حتمي کاروي. څيړونکو وویل چې په انجونو کې د وخت څخه دمخه بلوغت د ډيرو جدي ناروغيو خطر لکه د شکرې ناروغی، چاغښت، د زړه رگونو ناروغی، مثانه او د سينې سرطان خطرونو پورې تړلی دی، نو ځکه دا اړينه ده چې د وخت څخه دمخه د بلوغت احتمالي علتونو پیژندلو او مخنیوی باندې بايد غور وکړل شي.