په الوتکه کې ناست مسافر ته خدمتګارې د شرابو پياله ونيوله؛ مسافر د نه خوړلو اظهار وکړ؟
خدمتګارې وويل: (( ښاغليه که زمونږ خدماتو کې څه ستونزه وي نو مهرباني وکړه موږ ته يې ووايه!))
مسافر وويل: دا خراب څيز دى زه يې نه څښم او تاسې يې هم بايد په مسافرو ونه څښئ.
د خراب په ويلو په الوتکه کې شور جوړ سو. چې د دنيا په لومړۍ درجه الوتکه کې څنګه خراب شيان ورکول کېږي.
له موضوع د الوتکې مشر خبر سو، هغه د الوتکې مسافرو سره له نږدې وکتل او قناعت يې ورکړ چې شراب ښه شى دى بايد ويې څښئ؛ او د هغې د خوند ټوله فلسفه يې ورته وويله.
په پاى کې مسافر ورته وويل چې سمه ده زه شراب څښم خو په يو شرط هغه دا چې لومړى به يې پيلوټ څښي کله چې هغه وڅښل بيا يې زه څښم.
مشر ورته وويل: (( هغه يې نه سي څښلى ځکه هغه اوسمهال پر دنده دى او د څښلو اجازه نه لري.))
مسافر د ارامۍ ساه واخيسته او ويې ويل:
وروره زه مسلمان يم او د خپل ايمان ساتلو لپاره هر وخت پر دنده يم.
هر وخت بايد داسلامى احکامو پابند واوسو شیر ڪ.ول یی هم مه هیروئ