نړیوال خبرونه

پنټاګون: په پوځ کې د جذب لپاره د وړ کسانو له کمښت سره مخ یو

Recruit being trained 750x375 1
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکا په پوځ کې د شاملولو لپاره د وړ کسانو له کمښت سره مخ شوې ده. د امریکا ددفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په پوځ کې د نویو کسانو جذب ته ضرورت دی خو د امریکا ډېری اوسني ځوانانان هغه شرایط نه شي پوره کولی چې په پوځ کې د شامېلېدو لپاره اړین دي.

پنټاګون وايي د دوی څېړنې ښيي چې امریکا په پوځ کې د شاملولو لپاره دمګړی د وړ کسانو له کمښت سره مخ ده. امریکا یې مهم لاملونه د ځوانانو ناسم روغتیایي وضعیت او چاغښت یادوي.

پنټاګون وايي چې ۷۰ سلنه هغه ځوانان چې عمرونه یې له ۱۷ تر ۲۴ کلونو دي، په چاغښت اخته دي او ډېری یې سم روغتیایي وضعیت نه لري.

خو ددې تر څنګ ښايي نور لاملونه هم ددې سبب شوي چې خلک د امریکا په پوځ کې شاملېدو ته زړه ښه نه کړي.

Leave a Comment