نړیوال خبرونه

پنټاګون؛ د قطر له همکارۍ پرته، زموږ د تحلیې ماموریت ممکن ناکام وای

2022 01 31T194003Z 1672249990 RC2EAS90T49F RTRMADP 3 USA QATAR 2
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکا وایي د قطر له همکارۍ پرته د تخلیې ماموریت ناشونی و. د قطر امیر امریکا ته تللی دی او هلته یې له امریکایي چارواکو سره کتلي دي. نوموړي له بايډن سره کتلي او همدا راز د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ته تللی او له لویډ آسټین سره یې کتلي دي.

د پنټاګون مشر ویلي، چې د قطر له مرستې او همکارۍ پرته د تخلیې ماموریت ناممکن و او په خبره یې ددغه هېواد په مرسته امریکا وکړی شول چې شاوخوا ۱۲۴ زره کسان له افغانستان وباسي. بلخوا د قطر امیر له جو بايډن سره کتلي دي او د افغانستان په اړه یې هم خبرې کړې دي.

بايډن ویلي چې قطر په تېرو پنځوسو کلونو کې د امریکا تر ټولو ښه ملګری هېواد پاتې شوی دی او د افغانستان په هکله ددغه هېواد پر همکاریو او مرستو سترګې نه شي پټولی.

Leave a Comment