سیمه ایز خبرونه

پر پاکستان سخت نړیوال فشارونه د اوکراین او روسیې کړکیچ؛ عمران خان؛ له روسیې نه غنم او ګېس راغواړي

20220301 215925 2
Avatar photo
Written by Zwak News

پر پاکستان سخت نړیوال فشارونه د اوکراین او روسیې کړکیچ؛ عمران خان؛ له روسیې نه غنم او ګېس راغواړي.

د اوکراین او د روسیې تر منځ د کړکیچ هفته پوره کیږي، خو تراوسه یاده کړکیچنه مسله نده حل شوي، او د دواړو هیوادونو تر منځ نازک حالات قرار لري.
د پوځي چارو شنونکو په باور د اوکراین او روسیې کړکیچ که څه هم ګاونډي هیوادونه ځپلي ددې سره سره پاکستان هغه هیواد دی، چې په یاد کړکیچ کې ورته سخت زیان رسیدونکی دی.

د سیاسي او پوځي چارو د شنونکو په باور، که له یو پلوۀ پاکستان له روسیې سره اوس وخت کې متقابلې اړیکې لري او پالي له بل پلوۀ نشي کولای څو د امریکا سره پخوانۍ اړیکې وشلوي ، او د یاد هیواد ټول سیستوماتیک پلانونه لغوه اعلان کړي ،ځکه اوس وخت کې امریکا او روسیه یو له بل سره د سیاست او مقابلې پراخ میدانونه لټوي، او دواړه په د هڅه کې دي تر څو یو له بل ځان لوړ ثابت کړي.

په ورته مهال د پاکستان لومړۍ وزیر عمران خان چې د روسیې د سفر پر ځینو مهمو مسایلو باندې یي د تلویزون په پردۀ خبرې کولې ویلي دي، پاکستان غواړي له روسیې سره متقاپلې اړیکې ولري، او غواړي چې له روسیې سره ډیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې ولري.

عمران خان زیاته کړي، له روسیې څخه به ډیر ژر غنم او ګېس راغواړي او په خبره یي چې ورته تجاراتي محولات به لا دوام پیدا کړي.

هیره د نه وي چې تیر ماښام لویديځو او عربي هیوادونو پر پاکستان ټینګار کړی وو، چې ګني پر اوکراین د روسیې بر ید باید دوی رد او خپل دريځ اعلان کړي، چې تراوسه په د اړه د پاکستان مرکزي حکومت څه نه دي ويلي.

Leave a Comment