سیمه ایز خبرونه

پر پاکستان سخت نړیوال فشارونه، عمران خان غرب ته؛ پاکستان د غرب غلام نه دی، هر څوک به خپل کار کوي

20220307 194447 2
Avatar photo
Written by Zwak News

پر پاکستان سخت نړیوال فشارونه، عمران خان غرب ته؛ پاکستان د غرب غلام نه دی، هر څوک به خپل کار کوي.

په پاکستان کې تیره اونۍ د ۲۳ هیوادونو ډپلوماتیکو ماموریتونو سر مشرانو د پاکستان له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړي وه،

تر څو د روسیې پر وړاندې خپل دریځ اعلان او د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ننګه او ملاتړ وکړي، چې وروسته د پاکستان د بهرانیو چارو وزارت یاده اعلامیه بې بنسټه وبلله او دا یي د قانون خلاف کار وباله.

برحاله د پاکستان صدراعظم عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې، داغه اعلامیو ته په اشارې ویلي دي،

دوی زموږ په اړه فکر کوي، چې ګني دوی مو غلامان دي،یعنې چې به هر څه وایي موږ به یي منو.

پاکستان چې د لویديځ او غرب متحد او شریک بلل کیږي، په د وروستیو کې یي د روسیې پر سر د لویديځ هیوادونو سره خپلې سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې بایللي دي،

همدا شان په ملګرو ملتونو کې د روسیې د یر غل د غندلو لپاره پاکستان د رايي د ورکولو څخه ډډه کړي چې داغه کار یي لویدیځ شریکان سخت په غوسه کړي دي.

د یادولو وړ ده، چې نن د اوکراین او روسیې تر منځ د ج/ګ/ړ/ې دولسمه ورځ ده،

خو د باوري سرچینو په باور هيڅ داسې پرمختګ نه دی تر سترګو شوی، چې ګني ستونزه د خبرو له لارې حل شي.


Leave a Comment