نړیوال خبرونه

پر پاکستاني پوځیانو لوی بر ید، عمران خان؛ سرتیري ځان قربان کوي،موږ ساتي

FB IMG 1643363946322 2
Avatar photo
Written by Zwak News

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هغو ۱۰ پاکستاني پوځیانو ستاینه کړې، چې بلوچستان ایالت کې پر یوه پوځي پوسته د و سله والو بر ید کې و ژ ل شوي.

لومړي وزیر پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، چې سرتېري يې ځانونه قرباني کوي خو دوی خوندي ساتي او په وینا یې دوی له پاکستانه د ترهګرۍ له منځه وړلو ته ژمن دي.

وړمه شپه د بلوچستان کچ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته برید کې ۱۰ سرتېري و ژ ل شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې د ۱۰ پوځيانو و ژ ل کېدو تایید تر څنګ ویل شوي چې ځوابي ډ ز و کې یو بر یدګر و ژ ل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. ددغه بر ید مسوولیت د بلوڅانو د ازادۍ جبهې منلی دی.

Leave a Comment