جنسي لارښود

پر جن+سي اړيکو د (ځان ارضا کولو) اغېزې او درملنه يې

20220816 102827
Written by Zwak News

جلق وهل هغه عمل دی چې نارینه یا مېرمن په خپله د ځان خلاصولو هڅه

وکړي.
له جنس+ي اړیکو سره يې توپير په دې کې دی چې په جن+سي اړیکه کې انسان عملاً له خپل مخالف لوري سره اړیکه ټینګوي او په سمه توګه خلاصېږي، خو په جلق کې یوازې د حواسو په وسیله سړی ارضا کېږي او هر څه په تناسلي الې پورې محدودېږي چې دا مجازي ډول دی.
په حقیقي جن+سي اړیکه کې د بدن ټول غړي همغږي وي او ټول پنځه ګوني حواس یو ځاي کار کوي او اړتیا نه شته چې په خپل ذهن کې یو خیالي جنسي

چاپېریال رامنځته کړو.
په دې مانا، کله چې په طبیعي توګه یو کس شهواني کېږي او په نتېجه کې خبره تر انزاله پورې رسېږي د بدن پنځه ګوني حواس سره په ګډه کار کوي چې دغه حالت رامنځته شي، خو په استمنا کې یوازې د تناسلي الې حسي برخه فعاله وي او په دې ډول پر مازغو ډېر

فشار راځي.
تر هغه چې شهواني چاپېریال برابر او انزال ترسره شي، په جلق یا استمنا کې د بدن نور غړي لکه سترګې، غوږونه او حتی د ذایقې حواس فعالیت نه کوي.
کله چې دغه فشار پر مازغو راځي، طبعاً یوه ستونزه پيدا کوي او انسان له روحي پلوه له سخت فشار سره مخامخ

وي.
دغه راز کله چې سړی پرې روږدی شي، نو له حده زیات دغه کار کوي چې ډېره انرژي ورسره ضایع کېږي او تناسلي اله هم ورباندې له کاره لوېدلای شي.

د جلق تاوانونه
د دغه ناخوښ او پلیت عمل په پایلو کې د حافظې کمزورتیا، د اشتها خرابي، د هضمولو ستونزې، سالنډي، خلق تنګي، حسد او کینه، مالیخولیا، د وینې کمی، انزوا او ګوشه ګېري، د وېښتانو تويېدل، د سترګو کمزورتیا، ضعیفي، د ملا دردونه، په تعادل کې ستونزه او ډېرې

نورې ناخوالې یادولای شو.
دغه چاره په ډېرو ټولنو کې دود ده، خو په هغو ټولنو کې چې ځوانان سپورټ او مطالعې ته هڅول کېږي او دغه زمینه ورته برابره وي، جلق وهل یا استنما هم کمه ده، خو زموږ په شان ټولنې چې یوازې انحراف او فساد پکې دودېږي او حکومت د ځوانانو د سالمې روزنې لپاره هیڅ پروګرام نه لري، طبیعي خبره ده چې دغسې انحرافونه ډېر زیات دي.
د اسلام په سپېڅلي دین کې استنما یا جلق حرام دی او کبیره ګناه بلل شوې ده. له نورو تاوانونو يې که ورتېر شو، کله چې دا لویه ګناه ده باید له دغه پلیت عادته ځان وساتئ.
بل تاوان یې تر وخت مخکې انزال دی. هغه کسان چې په دې پلیت عادت روږدي دي، په تر وخت مخکې انزال اخته کېږي .
Dr

Leave a Comment