امریکا وایي روسیې ته یې د دوی د غوښتنو ځواب لېږلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا ویلي چې امریکا د مذاکراتو ملاتړې ده. دده په خبره په نوو ځوابونو کې یې هم له روسیې سره د خبرو نوې لارې وړاندیز کړې دي او تمه لري چې روسیه هم د خبرو لار خپله کړي.
امریکايي چارواکي ویلي که روسیه د خبرو لار خپله نه کړي، نو سخت زیان به وکړي. په وروستیو کې د امریکا او روسیې ترمنځ د اوکراین پر سر ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي.
روسیې د اوکراین شاوخوا سل زره پوځیان ځای پر ځای کړي او امریکا هم شاوخوا ۸۵۰۰ سرتېرو ته په سیمه کې د تیارسی امر کړی دی.