نړیوال خبرونه

پرېس؛ نړیوالو خپلې مرستې د بشر حقونو ته په درناوي پورې تړلي دي

schools 1 880x570 3
Avatar photo
Written by Zwak News

نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې مرستې د بشري حقونو په رعایت پورې تړلې دي. فرانس پرېس آژانس وایي چې د ناروې غونډه د افغانستان لپاره ګټوره وه او په هغه کې نړیوالې ټولنې خپلې غوښتنې مطرح کړې.

د سرچینې په خبره د ایټالیا، جرمني، فرانسې، اروپايي ټولنې، ناروې، امریکا، ملګرو ملتونو او ځینو نورو بنسټونو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و او له نوي حکومت یې د بشري حقونو رعایت غوښتی دی.

په دې راپور کې راځي نړیوالې ټولنې خپلې مرستې له افغانستان سره په دې محدودې کړې چې بشري حقونه دې رعایت شي، د زده کړو دوام دې تضمین شي او دغه هېواد دې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي. په ورته وخت کې افغان لوري بیا دا مذاکرات ګټور بللي او وایي دا د افغانستان لپاره لاس ته راوړنه وه.

Leave a Comment