خبرونه

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار دشت برچي بر;يد په کلکو ټکو غندلی او دا یې د ټولو

BackgroundEraser 20220930 151143450
Avatar photo
Written by Zwak News

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار دشت برچي اړوند پر کاج ښوونیز مرکز بر:ید چې د کانکور د ازمایښتي ازموینې پر مهال ترسره شو او ګڼو هلکانو او نجونو ته پکې مر”ګژو’بله واوښته، په کلکو ټکو غندلی


او دا یې د ټولو اسلامي او انساني اصولو او ارزښتونو خلاف عمل بللی دی. کرزي ویلي، پخوا يې ویلي چې د پردیو له دسیسو د هېواد ژغورنې یوازینۍ لار د دغو دسیسو پر وړاندې په شعوري ډول اګاهانه چلند او د ملي یووالي پیاوړتیا ده.


نوموړي د افغانانو د ستونزو د پای ته رسولو او له هېواده د بهرنیانو د لاسونو د لنډولو په خاطر، د ملي خبرو پر پیل ټینګار کړی دی.

Leave a Comment