په پاکستان کي د روان کال په بوديجه يا بجټ کي د نورو نويو ټکسونو يا ماليو سره سره په تمباکو او نسوارو هم ماليه لګول شوې ده.
د حکومت لخوا د ټکس لګولو سملاسي وروسته نسوار پلورونکو د خپل کاروبار ژغورولو لپاره يوه ټولنه جوړه کړه چې د حکومت له اجازې پرته يې د نسوارو د يوه پاکټ بيه د لسو نه شل روپیو ته پورته کړه.
نسوار چي زيات استعمال يي په خيبر پښتونخوا کې کېږي، د يوې عامه او ارزانې نشې تر څنګ د يو شمېر خلکو روزګار هم ورسره تړلی دی.
د نسوارو سوداګر او استعمالونکي د خيبر پښتونخوا په صوبايي حکومت نيوکې کړې چې په نسوارو د ماليې لګولو څخه د هېواد خراب اقتصاد څرګندېږي او دا چې په نسوارو د ماليې لګولو سره دغه خراب اقتصاد نه ښه کېږي.
نسوار د يو شمېر خلکو لپاره د روزګار يوه وسيله هم ده، خو پاکستان کې د پټرولو لوړې بيې او د حکومت لخوا په تمباکو او نسوارو د ټکس لګولو سره د نسوارو کاروبار اغېزمن شوی دی.
په پېښور کي د نسوار يوه پلورونکي حاجي اقبال مجاهد بي بي سي ته وويل، ماليې کې زياتېدو سره او د پټرول لوړو بيو سره د ګاډو کرايې جګې شوې چې ورسره د نسوارو بيې هم لوړې شوې دي.
د نسوارو يو بل پلورونکی حاجي سراج وايي، وړاندې چې به يې کوم نسوار په زر روپي اخیستل اوس هغه په دوه نيم زره کلدارو اخلي.
دی وايي د نسوارو د بيو لوړېدو سره د دوي کاروبار متاثره شوی او ځينو پلورونکو خو د لوړو بيو له کبله د نسوار له پلورلو لاس اخيستی دی.
د نسوارو يوه استعمالونکي بي بي سي ته وويل، يوه نشه هم ښه نه ده خو نسوار اوس د دوي يو عادت جوړ شوی. دغه نسوار کوونکی وايي په دې نه پوهېږي چې په نسوارو د ټکس لګولو سره به اقتصاد څومره ښه شي.
د نسوارو يو بل استعمالونکی اسدلله وايي، نشي کولي چي په شل روپۍ يو پاکټ نسوار واخلي خو بس دی اړ شوی چې پرې يې ږدي.