نړیوال خبرونه

پاکستان کې لوږه، او افغانستان سره یي د مرستو ژمنې؛ اسلام اباد بیا د واشنګټن لمن نیولې

2020 08 12 09 18 10 1 2
Avatar photo
Written by Zwak News

وروسته تر هغه چې امریکا پر پاکستان د افغان جګړې برخه کې د همکارۍ نغدي مرسته ودروله، په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی

او پاکستان د پورونو سربېره غواړي له ای ایم ایف څخه نور قرضونه هم تر لاسه کړي، اوس تازه ډان ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې اسلام اباد یو ځل بیا د واشنګټن لمنې ته لاس اچولی دی او ترې د همکارۍ غوښتنه کوي.

ورځپاڼې په واشنګټن کې د پاکستان د سفیر اسد مجید خان له قوله راپور ورکړی دی چې امریکا او پاکستان ته له افغانستان څخه د ځواکونو تر وتلو وروسته د همکارۍ نوي فرصتونه برابر شوي دي چې که ښه ګټه ترې واخیستل شي د دواړو هېوادونو په ګټه تمامېدای شي.

نوموړي زیاته کړې ده چې اسلام اباد او واشنګټن ګډې ګټې لري او یو بل سره د همکارۍ اوږدمهاله اړیکې جوړولی شي.

Leave a Comment