ټي ټي پي؛ موږ عفوې ته اړتیا نلرو، تر څو مو نظام بدل کړی نه وي.
د ټي ټي پي ویاندویانو د پاکستان د بهرانیو او کورونیو چارو وزیرانو د هغو خبرو په غبرګون، چې ګني که ټي ټي پي زموږ سره سوله کوي موږ ورته تیار یوو،څو ددوی سره د سولې لار انتخاب کړو، او ددوی ټولو سر مشرانو او جن/یالیو ته عمومي عفوه اعلان کړو.د ټي ټي پي غټو مشرانو د پاکستان هیواد داغه غوښتنه په رسمي توګه رد کړه،
او د داغه څرګندونو په غبرګون یي وویل، چې ګواکې تر هغې به خپلې اسلامي مبارزې ته دوام ورکوو،تر څو په پاکستان کې د ګاوڼډي هیواد افغانستان رکم یو اسلامي حکومت قایم نه وي.دوی خپلو ټولو جن/ګیالیو ته امر کړی دی، څو د پاکستاني پوځیانو او حکومت پر وړاندې خپله مبارزه جاري وساتي،او پرې نه ږدي چې تر څو د یاد حکومت او ددوی د ملاتړو د څرګندونو او تبلیغاتو ښکار شي.
د یادولو وړ ده ، چې د پاکستان په حالاتو کې هغه وخت بدلون راغی، کله چې ا.ا.ا د کابل سربېره پر ټول افغانستان واکمن شول، له هغې وروسته ټي ټي پي د پاکستان ضد داسې اعلاميې خپرې کړې، چې د پاکستان مرکزي حکومت او د پاکستان حکومت ملاتړيي بیړنۍ غوڼډو ته مجبور کړل.
وروسته له هغې بیا د پاکستان ټول مرکزي او ایالاتي پوځیانو او کپټنانو ته امر ورکړل شو تر څو د حالاتو له خرابیدو سره جوخت تیار واوسي، او هر څه ته فکر وکړي.