پاکستان کې د حالاتو خرابیدل؛ پاکستان د ترورېزم د ملاتړي هیواد په توګه په رسمیت پیژندل کیږي.
د امریکا د جمهوریت غوښتونکو ځینو مخکښو او لوړ رتبه استازو کانګریس ته یوه لایحه سپارلي ده، چې له مخې به یي د پاکستان اوسنۍ حکومت او ټوله اداره د ترورېزم د ملاتړي هیواد په توګه په رسمیت وپیژندل شي.
د امریکا د جمهوریت غوښتونکو مخکښ استازي اسکات پري، کانګریس ته یوه طرحه سپارلي ده، په یاده طرحه کې پاکستان د ترورېزم ملاتړۍ هیواد بلل شوی دی او زیاته شوي ده چې پاکستان دې ژر تر ژره د ترورېزم
د ملاتړو هیوادونو په لېست کې شامل او په رسمیت وپیژني.
د امریکا د جمهوریت غوښتونکو استازې وروسته له هغې دا څرګندونې کوي،
چې په د وروستیو کې پاکستان او حکومت یي په د تورن شوی دی چې ګني د تر ه/ګ/رو ډلو ملاتړۍ دی.
د یادولو وړ ده، چې تیره شپه په پاکستان کې د ځینو ګوندونو مشران د پاکستان د حکومت له طرفه نیوال شوي دي، او تر بل هر وخته حالات خراب شويدي.