نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۲مه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وينا پر وخت وويل چې د پاکستان ډېرې برخې تر سېلابي اوبو لاندې دي چې دا د چاپېريال د تودوخې د ستونزې يو مثال دی.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د ولسمشر جو بایډن مننه کړې ده. نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه پر ټويټر جو بايډن مخاطب کړی او ويې ليکل ” د پاکستان د سېلاب ځپلو د ستونزو راپورته کولو او پر نړيوالو په سمدستي مرستو کولو د غږ کولو مو مننه کوم”
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم د دې غونډې په څنډه کې د بېلابېلو غربي هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره د سېلاب ځپلو د مرستې په اړه خبرې کړې دي.
د وزيراعظم دفتر د سېپټېبر پر ۲۱مه پر ټويټر ليکلي چې شهباز شريف په جلا جلا ملاقاتونو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د اروپايي کمېشن مشرې اورسلا وون دير ليېن او د اب وهوا د بدلون په برخه کې د امريکايي ولسمشر سلاکار جان کېري سره ليدلي دي. د بيان ترمخه، دغو مشرانو پاکستان ته د مرستو ډاډ ورکړی دی.