د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې پرېکړه کړې چې پاکستان په خپل خړ لېسټ کې وساتي او پر هغه هېواد یې غږ کړی چې د ترهګرۍ تمویل او تورو پیسو سپینولو مخنیوي په برخه کې دې ژر تر ژره پرمختګ وکړي.
دې پاریس مېشتې ادارې پرون تر خپلې درې ورځنۍ سرمشریزې وروسته ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ تمویل مخنیوي په برخه کې له ۲۷ څخه ۲۶ سپارښتنې عملي کړي دي.
د دې ادارې مشر مارکوس پلېیر تر سرمشریزې وروسته خبري غونډې ته وویل، اسلام اباد دې د ترهګرو ډلو د مشرانو ضد اقدامات وکړي.