شنونکي پاکستان کې تاریخ جوړيږي؛ د ډالرو پر وړاندې د کلدارو ټيته بیه، او په تیرو څلورو کلونو کې د ترهګریزو پېښو ريکارډ
وروسته له هغې چې ا.ا.ا پر کابل خپله ولکه ټینګه کړه، د هغې ورځې رادیخوا نا یوازې د پاکستان په قبایلي سیمو کې حالات خراب شوي بلکې، د تاجکستان سره پر پوله د یاد هیواد ځانګړو ځواکونو خپلو تمریناتو ته دوام ورکړی دی او د ا.ا.ا څخه ګاونډیو هیوادونو د پاکستان په ګډون له دوی څخه غوښتي دي تر څو په افغان خاوره کې هیڅ ترهګرې ډلې ته اجازه ورنکړي.
خو په ورته مهال، د افغانستان ګاونډي هیواد پاکستان کې اقتصادي او سیاسي حالات تر بل هر وخت ترینګلې شوي دي او شنونکو په وینا چې په پاکستان کې اوسنۍ بدتر حالات د پاکستان په تاریخ کې ساری نلري.دوی زیاته کړي چې که له یوې خوا کلداره د ډالر په مقابل کې ټیټه شوي او اقتصاد ته ضرابه رسیدلي، له بلې حوا د پاکستان په قبایلي او جنوبي سیمو کې وروستۍ پېښې هغه څه دي چې د پاکستان تاریخ ته ټکان ورکوي.
یاده د وي چې نن د پاکستان په زیاتره لویو ښارونو کې یو امریکايي ډالر په ۱۷۰ کلدارې پلورل شوی دی ،چې د زیاتو شنونکو په باور د کلدارې زیات ټيټدل د پاکستان له وروستیو ناسمو حالاتو سره مستقیم اغیز لري، او د دوي په وینا چې د یاد هیواد زیات قرضه کول هم ددې پېښو یو لوی لامل دی.