نړیوال خبرونه

پاکستان امریکا ته د حپل هوايي حریم څخه، پر افغان خاوره د بر ید کولو اجازه ورکړي

Avatar photo
Written by Zwak News

امریکا او پاکستان په افغانستان کې د هوایي بر ید ونو د ترسره کولو په تړاو جوړې ته سره نږدې شوي دي.

د (سي اېن اېن) د راپور له قوله امریکا په افغانستان کې د هوايي بر ید ونو په موخه د پاکستان له حریم د استفادې په تړاو له دغه هېواد سره هوکړې ته نږدې شوې ده.

دغه سرچینه ته د بایډن د حکومت دوو لوړ پوړو چارواکو ویلي چې له کانګریس سره یې هم په دې تړاو خبرې او بحثونه کړي دي او ډېر امکان شته چې پاکستان له خپل هوایي حریم امریکايي الوتکو ته په افغانستان کې د بر ید ونو ترسره کولو په موخه لار او اجازه ورکړي.

سرچینه وایي پاکستان ددې کار په بدل کې له امریکا غوښتي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ورسره همکاري وکړي او د هند پر وړاندې یې په نړیوال دريځ کې ملاتړ وکړي.

دغه سرچینه وایي دا شرطونه لا نهايي نه دي ښایي پاکستان نورې غوښتنې هم ولري. تر دې وړاندې بیا پاکستان ویلي وو چې په دې تړاو خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي، خو دغه امریکايي سرچینې د هوکړې د رامنځ ته کېدو خبره کړې ده.

Leave a Comment