پاکستانۍ حکومت بلوچستان کې افسرانو ته ؛ پر موبیل د پاکستان زنده اباد ګنټۍ ولګوئ
وروسته له هغې چې د پاکستان په زیاتره ساحلي او جنوبي ایالاتونو کې د افغانستان پخواني حکومت تر ړ نګ کیدو رادیخوا حالات کړکیچن شوي، په پاکستان کې د پخوا په پرتله حالات بدل شوي او د شنونکو په باور دا د پاکستان د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو بد حالات دی او په تیرو څلورو کلونو کې دا لومړۍ ځل دی چې پاکستان دې دداسې پېښو سره مخ کیږي.
په ورته مهال په پاکستان کې مرکزي حکومت ځینې داسې مادې وضع کړي چې د عامو خلکو ژوند يي ستونزمن کړی خو حکومت يي ددوی د آرامتیا لپاره خاص او بهتر بولي، پاکستان بلوچستان ایالات کې حکومت سرکاري افسرانو ته خکم کړی دی چې ګني دوی دې د موبیل ګنټۍ کې د ” پاکستان زنده اباد“ ګنړۍ ولګوي تر څو ددوی ریښتیني مینه د وطن سره ثابته شي.
د ویلو وړ ده، چې د پاکستان مرکزي حکومت وروسته له هغې دا اقدام کوي چې په د وروستیو کې د پاکستان پوځ اعلي سر قومندان د پاکستان ټول پوځ ته د تیار سۍ ، او ټول استخباراتي ګارډ ته د بیړني حالات د ورکړې اعلان کړی دی.همدا شان د پاکستاني استخباراتو په وینا یاد کار يي وروسته له هغې کړی چې د پاکستان بلوچستان ایالات ګودر سیمه کې د پاکستان جوړوونکي محمد علي جناح درول شوي مجسمه د با روتو ښکار شوه.