ناتوانه پاکستان؛ د امنیت خوندیتوب لپاره، ا.ا.ا سره اړیکه کې یوو.
وروسته له هغې چې د ا.ا.ا پر کابل او ټول افغانستان پل کېښودۀ د هغې ورځې نه وروسته د پاکستان په بیلابیلو ایالاتونو کې د ټي ټي پي او نورو هغو ډلو چې د حکومت ضد دي، خپلو شومو پر یدو نو ته دوام ورکړ او په دا پېښو کې لا زیاتوالی راغی، وروسته بیا ددغه پېښو څخه پاکستان خپلو ټولو پوځیانو ته ته د تیار سئ امر وکړ، چې ګني دوی د مقابل لوري په وړاندې خپلو عملیاتو او هیچاته د شومو کړنو اجازه ورنکړي.
په ورته مهال د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار ویلي دي، چې د خپل هیواد د امنیت او خوندیتوب لپاره د ا.ا.ا سره په اړیکه کې یوو او غواړو له ا.ا.ا څخه دا ډاډ ترلاسه کړو چې ګواکې افغان خاوره د دهیچا په ضد ونه کارول شي، هغه زیاته کړي چې پاکستان له مخکې ډاډه دی چې ا.ا.ا د نړۍ او په خاص کار د پاکستان امنیت ته ګوا ښ نه پیښوي
او همدا شان افغان خاوره به د نورو نړیوالو او ګاونډیو هیوادونو په ضد نه کارول کیږي، خو بیا هم موږ د ا.ا.ا له ځینو لوړ پوړو مشرانو سره په اړیکه کې یو تر څو دا کار لا یقیني کړو ، د پاکستان د پوځ ویاند دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د فرضي کرښې بلې غاړې ته او همدا شان د پاکستان په مختلفو ایالاتونو کې په د وروستیو کې د مخ پټو پر ید ونه زیات شوي دي، چې د پاکستان ټول حکومت یي سخت وارخطا کړی دی.
د یادولو وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډاله د نا امنیت په صورت کې د پاکستان سره خپل سیریز لغوه اعلان کړ، یاده د وي چې تیره شپه انګلستان ښځینه او نارینه لوبډالې پاکستان ته د تللو څخه انکار وکړ.