پاکستان؛ د هند په هڅو امریکا پر موږ بندیزونه زیات کړل
وروسته له هغې چې ځینو لوړ پوړو امریکايي سناټورانو ځینو نړیوالو آژانسونو ته په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی وو،چې پر یوه داسې طرحه يي کار روان کړی دی چې له مخې به يي امریکا پر پاکستان د پخوانیو بندیزونو سربیره نوي بندیزونه هم ولګوي، او ورسره به يي پر نړیوالو مرستو هم بندیز ولګيږي.سناټورانو د داغه بندیزونو لوی لامل د افغانستان په اړه د پاکستان دوه مخي پالیسي ده چې د امریکا سره پاکستان په د وروستیو تحولاتو کې مخته وړي ده.
خو په ورته مهال د امریکا داغه اقدام ته ځینو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو،د یاد هیواد پارلمان مخکښو غړو په ګډون د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې د امریکا وروستیو پریکړو ته په اشاره ویلي دي، چې امریکا باید د وروستیو پرېکړو او سختیو نه د پاکستان پر وړاندې يه شا شي کنه بدې پایلې او عواقب به ولري. فواد چوهدري زیاته کړي ده امریکا د پاکستان پر وړاندې غلطه لار انتخاب کړي ده او باید ملګري مملک ووپیژني.
د پاکستان اطلاعاتو وزیر، چې تازه په تازه يي له رسنیو سره خبرې کولې ویلي د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو خرابیدو یو لوی لامل هند دی. فواد زیاته کړي چې هند د پاکستان خلاف په نړیوالو سټیجونو او ځینو مهمو غونډو کې د یاد هیواد ناسم راپورونه خپروي، تر څو نړیوالو ته پاکستان بې اهمیته ثابت کړي.
د ویلوړ ده، چې فواد همدا شان د هند هغو کړنو ته په اشاره ویلي، چې هند امریکا ته د دروغجنو اسنادو په شتون داسې طرحه وړاندې کړي چې ګني پر پاکستان د بندیزونه زیات او ورسره د پاکستان پر لوړ پوړو چارواکو څارنه زیاته شي.او په وینا يي د هند په لامسون امریکا مجبوره شوي ده چې پر موږ بندیزونه ولګوي.