پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي عملیات زیات کړي.
پاکستان ادعا کوي چې و سله و ا ل د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې افغانستان څخه پاکستان ته اوړي، او په پاکستان کې پر پاکستاني پوځیانو بر ید و نه کوي.
رویټرز په خپل تازه راپور کې د پاکستاني پوځ له قوله ویلي دي، چې دوی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالی د کمولو لپاره عملیات ګړندي کړي ،
تر څو پر پاکستاني پوځیانو ورته ډول پېښې بیا تکرار نشي او د یادو پېښو مخنیوی وشي. د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې په تېره یوه میاشت کې له افغانستانه راغلي و /س/ل/ه وا/ ل/و او بېلتون غو ښتو نکو ۱۴ پوځيان و/ژ/ل/ي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ا.ا تل ویلي چې په پاکستان کې له بر/ید/و/نو سره هیڅ تړاو نه لري او ژمنه یې کړې چې د افغانستان له خاورې به هیڅ ګوا ښ نړۍ او ګاونډیانو ته نه پېښږي.
په دې وروستیو کې بلوڅ بیلتون غوښتونکو د پاکستان د پوځ پر ضد بر/ی/د/و/نو ته زور ورکړی، چې پوځ یې پر ضد په بلوچستان او خیبر پښتونخوا دواړو کې عملیات پیل کړي دي. د يادونې وړ ده،
چې په خوست ولايت کې د ا.ا سرحدي ساتونکو په يوه ويډيويي کليپ کې ادعا کړې وه، چې له پاکستاني پوله ساتو سره يې مخامخ ج/ګ/ړ/ه کړې او هغوى يې په شا وتمبول،
خو چارواکو تر اوسه د يادې ن/ښ/ت/ې په اړه څه نه دي ويلي.