پاکستان د پور اخیستو لپاره امریکا ته زارۍ پيل کړې دي. د معلوماتو له مخې د پاکستان د پوځ مشر چې ددغه هېواد اصلي اداره کوونکی بلل کېږي په تازه اقدام کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت غوښتي چې له نړیوالو مالي بنسټونو د پور اخیستو په برخه کې مرسته ورسره وکړي.
پاکستان په وروستیو کې له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی چې له همدې امله یې د پیسو له نړیوال صندوق د ۴،۴ میلیارده ډالر پور غوښتنه کړې ده. ویل کېږي چې ددغه بانک
چارواکو په لومړۍ مرحله کې د پور له ورکړې سره موافقه کړې ده خو دغه موافقه د اګسټ میاشتې یوې مهمې غونډې ته ځنډول شوې ده. اوس پاکستان له امریکا غواړي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي او دغه هېواد د سقوط له خطر وژغوري.