پاکستان حکومت اپوزیسون؛ عمران خان باید استعفا وکړي
د سختو او لویو فشارونو سره سره که څه هم پاکستان له یو طرف د غني هیواد په لور روان دی، خو له بل طرف بیا په اوس وخت کې پاکستان د نړۍ د سوپر طاقت لرونکو هیوادونو له سخت او اقتصادي بحران سره مخ دی، چې د شنونکو او اقتصادي چارو کارپوهانو په وینا دا د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو ریکارډ لرونکې ورځې دي.
د پاکستان لومړۍ وزیر عمران، چې په اوس وخت کې يي د پاکستان په زیاتره ځینو او خاص کار دولتي ادارو کې محبوبیات له لاسه ورکړی دی، او اوس وخت کې په پاکستان کې د یو عادي شخص په څیر ورته کتل کیږي،د پاکستان اپوزیسون په خپل تازه راپور کې د لومړي وزیر عمران خان څخه غوښتنه کړي، تر څو د واک چارې پریږدي او استعفا وکړي،د مسلم لیګ نواز ګوند مشر احسن اقبال په نوي او تازه کنفراس کې ویلي، که عمران خان غواړي د خلکو زړونه بیرته خپل کړي باید واک پریږدي او استعفا وکړي، چې اوس يي تر ټولو ښه وخت دی.
اقبال زیاته کړي ده،چې عمران خان په بیلابیلو پلمو د پاکستان عوام علط کړي او د فساد سره د مبارزې او ځینو نورو برخو کې يي جدیات یوازې د نمایش لپاره وو، خو په خقیقت کې تش په نوم شعار يي دی. نوموړي زیاته کړي ده
پر پاکستان اوسني لګول شوي بندیزونه، او پر پاکستان د پاتې پورونو علت یوازې د لومړي وزیر عمران خان د علطو سیاستونو پایله او نتیجه ده، چې باید دوست او دوښمن له وریا درک کړي.