سیمه ایز خبرونه

پاکستانۍ رسنۍ؛ د بریتانیا دولت د پاکستان د ملي امنیت سلاکار پرېنښود، او سفر يي یاد هیواد ته لغوه اعلان شو

20220306 211655 2
Avatar photo
Written by Zwak News

پاکستانۍ رسنۍ؛ د بریتانیا دولت د پاکستان د ملي امنیت سلاکار پرېنښود، او سفر يي یاد هیواد ته لغوه اعلان شو.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار چې په د وروستیو کې یي زیات شمیر هیوادونو ته سفر کړی دی، او د افغانستان او سیمې پر حالاتو یي د نړۍ له هیوادونو سره هر اړخیز بحث او د مرستې او لاسنیوي غوښتنه کړې،

تیره ورځ د بریتانیا هیواد ته د سفر کولو معلومات د رسنیو سره شریک کړي چې تراوسه یي په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

بل طرف د پاکستاني رسنیو د راپورونو او معلوماتو په اساس، د بریتانیا دولت د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف سفر یاد هیواد ته لغوه اعلان کړی دی،

سرچینه کاږي د معید یوسف سفر یاد هیواد ته د نا څرګند دلیل په اساس لغوه شوی دی، خو په وینا یي د پاکستان

د ملي امنیت سلاکار معید یوسف یاد سفر د اوکراین او روسیې د کړکیچ سره مستقیمً اړیکه لري او په خبره یي بریتانیا د روسیې پر ض/د او د اوکراین په ملاتړ دا کار ترسره کړی.

نړیوال پوځي او سیاسي کارپوهان په د آند دي، چې ګني ممکن بریتانیا دا کار د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د روسي چارواکو تر لیدنې وروسته حالاتو ته په کتو کړئ وي.

بل طرف امریکا په د وروستیو کې پر پاکستان خپل باور بایللی،

او په وار وار یي پرې ټینګار کړی دی تر څو د اوکراین پر وړاندې د روسي پوځیانو د ظ/ل/مونو غندنه وکړي خو د پاکستان مرکزي حکومت په د اړه چوپ پاتې شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې د پاکستان مرکزي حکومت او د یاد هیواد د ملي امنیت دفتر په د اړه تراوسه څه نه دي ویلي،

خو تمه شته چې یاد جزیات وروسته له رسنیو سره شریک شی.

Leave a Comment