افغانستان خبرونه

پاکستاني پلاوی به نن کابل کې د افغانستان د سکرو په اړه له طا لبا نو سره خبرې پیل کړي

FB IMG 1658203735656 1
Avatar photo
Written by Zwak News

د پاکستان د سوداګرۍ د مرستیال وزیر «صالح احمد فاروقي» په مشرۍ پلاوی به نن کابل کې له ط ال ب چارواکو سره د افغانستان د ډبرو سکرو او نورو تجارتي مسایلو په اړه خبرې او بحثونه پیل کړي.  

دا جګپوړی پاکستاني پلاوی پرون (دوشنبه، چنګاښ ۲۷مه) له ط البا نو سره د تجارتي مسایلو په اړه د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

 د طا لبا نو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې دا پلاوی به نن (سه‌شنبه، چنګاښ ۲۸مه) د کابل په سرینا هوټل کې خبرې پیل کړي.

په دغه پاکستاني پلاوي کې د صالح احمد فاروقي په ګډون د پاکستان د آی‌اېس‌آی ادارې، د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو استازي هم شامل دي.

د دغه وزارت ویاند «مولانا زهیر» رسنیو ته ویلي چې د دغو خبرو اصلي محور به له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا وي.

د هغه په وینا، طالب چارواکي به له دغه جګپوړي پاکستاني پلاوي سره د جنس لپاره د بندرونو د ۲۴ ساعته فعال ساتلو په اړه هم خبرې وکړي.  

دا پلاوی وروسته تر دې افغانستان ته سفر کوي چې څو ورځې وړاندې د طا لبا نو حکومت د یو ټن ډبرو سکرو بیه له ترانسپورتي لګښتونو سره ۲۸۰ ډالرو ته لوړه کړه.

Leave a Comment