وروسته تر هغه چې افغان لوبغاړو د پاکستانۍ لوبډلي سره یوه تاریخي سیالي وکړه او ترڅنګ يي افغان لوبغاړو د پاکستان په وړاندي خپله غوسه او نفرت نندارې ته وړاندي کړ، اوس اوس پاکستان د خپلو استخباراتي ملایانو په مټ هڅه کوي چې افغان لوبغاړي او په خاصه توګه لوبډلمشر محمد نبي بدنام کړي. نن یو پاکستاني مفتي ویلي دي چي د افغانستان د کرکټ کپتان محمد نبي ته د محمد نبي نوم اخېستل کفر دی، وایي محمد نبي ته باید ”غلام“ نبي نوم واخېستل شي.
خو ولي یوازي محمد نبي؟
شپږ خبرې دي:
لومړی – د محمد نبي له لوري د پاکستاني لوبغاړو په پرتله د هندي لوبغاړو سره صمیمانه اړیکي پالل کېدل.
دویم – د محمد نبي له لوري افغان لوبغاړو ته د پاکستان په وړاندې شدیده او کرکجنه انګېزه ورکول کېدل.
دریم – تېر نړیوال جام کې د محمد نبي له لوري ملي سرود ته ژړل، چي د ټولو افغانانو غوسه يې پاکستان او تالبانو ته زیاته کړه.
څلرم – د درې رنګه ملي بیرغ سره د محمد نبي بې کچه مینه او هر ځای د ځان سره وړل، چې تا’لبان او پاکستان ورته په غوسه دي.
پنځم – کال وړاندې د محمد نبي له لوري د ولسمشر اشرف غني انځور په ټويټر اکونټ فروفایل کول. چې دغه کار يې د پنجاب او تال’بانو سخته غوسه را وپارول.
شپږم – محمد نبي ته د کریکټ د ”ولسمشر“ نوم اخیستل کېدل.
د یادوني ده چې د پاکستان خلاف د افغان لوبغاړو له وروستۍ تاریخۍ سیالۍ وروسته د پاکستان ملايانو، تبليغيانو، سياسي ګوندونو، فوځي او استخباراتي ادارو، خبريالانو، کرکيټ مبصرينو او عام وګړو ټولو په يوه خوله په افغان لوبډلې او افغانانو پسي راخیستې ده.
همدا راز يې په پيښور او کراچي کې د یادي سیالۍ را وروسته په سلګونو افغانان په يو او بل نوم نيولې او زیرولې دي