سیمه ایز خبرونه

پاکستان؛ ټي ټي پي سره مو خبرې پای ته ورسیدې، دوی پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار راټلول غواړي

Rasheed 750x375 3
Avatar photo
Written by Zwak News

پاکستان د کورنيو چارو وزير شیخ رشید احمد وایي چې د پاکستاني طا ل ب انو له تحــ ر یک سره د حکومت خبرې ځکه بې پایلې پای ته ورسېدې چې هغوی پر ډیورنډ کرښه د لګېدلي اغزن تار د ټولولو او د خپلو ټولو زندانیانو د خوشې کولو غوښتنې لري.

د یادونې ده چې پاکستاني حکومت څه موده وړاندې د افغان سرپرست حکومت په منځګړیتوب له ټي‌ټي‌پي سره وروسته تر هغه خبرې پیل کړې چې د یادې ډلې مشر له بند څخه تر خوشي کېدو وروسته وویل چې تر څو پورې یې په پاکستان کې ا. حکومت نه وي جوړ کړی خپلې وسله والې مبارزې ته به دوام ورکړي.

د اسلام اباد په جدي غوښتنه خبرې پیل شوې خو پاکستاني حکومت د دې مذاکراتو د دویم پړاو پر مهال وویل چې دا خبرې،

ځکه بې پایلې پای ته رسېدلې دي چې هغوی (ټي‌ټي‌پي) پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو سره کلک مخالفت کړی دی.

Leave a Comment