سیمه ایز خبرونه

پاکستان؛ د پوځ خلاف جعلي خبر خپرونکوو ته سخت خبرداری ورکړی

FB IMG 1645520617976 2
Avatar photo
Written by Zwak News

پاکستان؛ د پوځ خلاف جعلي خبر خپرونکوو ته سخت خبرداری ورکړی .

د پاکستان مرکزي حکومت د یو نوي قانون په تصویب کولو سره د ټولو کورنیو او نړیوالو رسنیو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی دی،

چې که کومه رسنۍ د پوځ خلاف جعلي راپورونه جوړوي کارکوونکي او راپورټران به یي په پنځه کاله بند، او همدا شان یاده رسنۍ به د خپل کړي جنا یت پور پرې کوي.

د پاکستان په جمهوري ریاست کې یو لوړپوړي چارواکې د فرا نسې خبري آژانس سره په خپلو خبرو کې ویلي دي،

چې کابینې دا قانون تصویب کړی دی او د پاکستان ولسمشر عارف علوي تو شیح کړی هم دی.

د پاکستان مرکزي حکومت وروسته له هغې د داغه قانون د عملي کیدو خبر ورکوي، چې په د وروستیو کې د پاکستاني پوځیانو او د پاکستان نیشنل فورس په اړه بیلابیل ضد او نقیض راپورونه ورکول کیدل،

چې پر سوشل مېډیا د خبرونو سرټکي وو.

بل طرف د پاکستان د خبریالانو د فدرال اتحاديې یاد قانون ته په اشارې ویلي دي،

چې د یاد قانون ضد به خپله قضیه ثبتوي ، او داغه په پاکستان کې د بیان آزادۍ کمول دي، چې لا له وړاندې داغه آزادي سخته ځپل شوي ده.

Leave a Comment