روغتیا

پام چې مخکې له ويده کېدو دا کار ونکړی کنه

20220913 155000
Avatar photo
Written by Zwak News

پام چې مخکې له ويده کېدو دا کار ونکړی، ډېری نارينه او ښځينه دواړه مخکې د ويده کېدو څخه داسې غلطي کوي چې په زيان یې نه پوهېږي


، خو دا کار ډېر شديد زیان لري، داسې زیان چې بيا یې تداوي کول ډېر ګران کار دی، له همدې کبله دا لیکنه ډېره مهمه ده او بايد دقیق ولوستل شي.
مخکې له دې چې یو کس ويده شي چای څښي او يا هم اوبه وڅښي


او په دې باندې ویده شي، ددې په پايله کې ټوله شپه همغه چای او اوبه په مثانه او پښتورګو کې پاتې کېږي، کله چې د شپې په ساعتونو په مثانه کې په پښتورګو کې پاتې شي نو هلته د نورو موادو سره تعامل کوي، څېړنې ښيي چې ددې تعاملونو په پايله کې آن ځینې وخت په پښتورګو او يا هم په مثانه کې ډبرې رامنځته کېږي.


له همدې کبله هېڅکله بايد انسان مخکې له ويده کېدو چای او يا هم بل کوم څيز ونه څښي، تر دریو ساعتونو مخکې له خوب څخه کوم څه څښل کوم باک نلري، خو که چېرې له دریو ساعتونو په لنډ وخت کې يو څه

وڅښل شي نو خامخا د شپې په مثانه کې يو څه پاتې کېږي چې دا بيا ډېرې خطرناکې پايلې لري. پکار ده چې مخکې له خوب څخه د مشروباتو څخه ډډه وشي ددې ځای دوه ساعته مخکې داسې مېوه خوړل سالم کار دی خو ښه ترټولو داده چې د شپې له لوري ډېر خواړه ونه خوړل شی

Leave a Comment