خبرونه نړیوال خبرونه

د عمران خان څرګندونو ته؛ د ټي ټي پي سخت غبرګون

Avatar photo
Written by Zwak News

د عمران خان څرګندونو ته؛ د ټي ټي پي سخت غبرګون

وروسته له هغې چې د پاکستان لومړي وزیر نن په خپلو تازه څرګندونو کې د ټي ټي پي ډلې سره د خبرو د پیل خبر ورکړ، ورسره جوخت د پاکستاني حکومت مقابلې ډلې ټي ټي پي په خپلو تازه بیان کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرو ته سخت غبرګون ښودلی، د ټي ټي پي ځینو مهمو قومندانانو ویلي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرې هیڅ د باور وړ نه دي

او په وینا يي چې د لومړي وزیر خبرې ټولې بې بنسټه او دروغ دي.یادو لوړ پوړو قوامندنانو زیاته کړي، د پاکستان له حکومت سره د هیڅ ډول سولې او جوړجاړي خبرې نه دي کړي او په خبره يي تر څو چې په پاکستان کې یو اسلامي نظام نافذ نه وي تر هغې به دوی خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

بل طرف د پاکستان ځینو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی دی، چې پاکستاني مخ پټو ډلو د حکومت سره د جوړ جاړي خبرې روانې کړي دي او په وینا يي د حکومت د باور لپاره دوی د پاکستان حکومت ځینې لوړ پوړي بندیان خوشي کړي دي، تر څو د سولې حبرې لا باوري شي.

یاده د وي، چې ټي ټي پي ډله داغه ټولې اوازې ردوي.

Leave a Comment