خبرونه

ټي ټي پي؛ پاکستان کې اوسنۍ کفري نظام به، ډیر ژر اسلامي شي

Avatar photo
Written by Zwak News

پاکستان کې د حالات خرابیدلو خلک اندیښمن کړي دي.

د پاکستان د بهرانیو چارو وزیر او د یاد هیواد د دفاع وزیر د هغو وروستیو څرګندونو وروسته چې، ګني د افغانستان د پخواني حکومت تر ړ نګ کیدو وروسته يي د پاکستاني ټي ټي پی اړوند ته په اشاره ویلي وو، چې ګواکې د افغانستان له ځینو ز ندانونو څخه د ټي ټي پي توند لاري خوشي شوي دي او په وینا يي چې دا د پاکستان حکومت لپاره ښه خبره نه ده، دوی په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې ا.ا.ا باید ټي ټي پي سره هیڅ ډول د خپلوی اړیکه ونه ساتي، او باید افغان خاوره ددوی ض/د ونه کارول شي

په ورته مهال د پاکستان د ځینو لویو ایالتونو څخه، ځینې داسې خبرونه ورکول کیږي چې د سیمې او پاکستان خلک یي اندیښمن کړي دي،دوی له حکومت څخه غواړي چې د داسې پېښو باید جدي پلټنه او څارنه وشي

په د وروستیو کې د افغانستان سره پوله د پرتو قبایلي ضلعو کې او بلوچستان صو به کې د پخوا په پرتله پر ید ونه زیات شوي دي، چې د زیاتو پر ید ونو مسوولیت بیا تخر یک ډلې منلی دی، تخر یک طا ل با په پاکستان کې د پاکستان تر ټولو سر سخته ډله ده یاده د وي چې دا پر ید ونه او ورته پېښې هغه مهال زیات شوي، چې په ۱۵ د اګست طا ل با نو کابل نیو لی دی. همداشان دوه هفتې مخکې د پاکستان ټي ټي پي یاد دولت ته سخت ګوا ښ کړی وو، چې ګواکې یاد نظام به ډير ژر ړ نګ او پر ځای به یي اسلامي نظام قا یم شي

د یادولو وړ ده، چې په ۴ سپتمبر باندې د پاکستان د څارګرې ادارې (ايي آېس ايي) سر مشر جنرال فیض حمید کابل ته راعلی، چې د افغان طا ل با نو له ځینو مشرانو سره یي د ټي ټي پی پر مسله هم خبرې کړي دي، او د افغان طا ل با نو له ټولو لوړ پوړو چارواکو څخه يي غوښتي، څو د افغانستان خاوره د پاکستان پر ض/د ونه کارول شي

بل طرف د پاکستان ځايي خلکو ددې وروستیو پېښو په غبرګون لار یونونه کړي دي، او له حکومت يي غوښتي څو د پاکستان اوسنۍ امنیت تامین وساتي

Leave a Comment