ټرمپ ټويټر ته؛ د طا لبا نو د بریا ټويټري مبارکۍ قانوني، خو زما یو عکس د اوصولو خلاف دی
وروسته له هغې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډولانډ ټرمپ په امریکا کې خپله د ولسمشرۍ کاري دوره پای ته ورسوله، د کاري دورې د پای ورځې پورې ټرمپ په امریکا کې ځینې داسې پالیسۍ مخته وړلې چې پخپله امریکایان يي حیران کړي وو، ټویټر تر هغې وروسته پر ټرمپ نا محدوده بندیز ولګوه کله چې ده د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن پر خلاف توند او د نیوکو ډک پوسټونه وکړل، چې ټويټر يي په اقدام کې پر ټرمپ باندې نا محدوده بندیزونه وضع کړل.
خو په ورته مهال د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان اوسني حکومت او دده خپل د ټويټر اکونټ ته په اشاره او د عریضې لیږلو په توګه ویلي دي، عجیبه ده ټويټر طا لبا نو ته په ازادنه ډول د درجنو مبارکیو پوسټونه خلاص کړي او پرې بندیز نشته، بلکې زما پر یو عکس باندې ټويټر څو کلن بندیزونه لګولي دي، دا هغه څه دي چې باید ټويټر يي په راتلونکي کې په اړه تصمیم ونیسي.
ټرمپ همدا شان ټويټر ته عریضه لیږلي، او په عریضه کې لیکل شوي دي، طا لبا نو ته مو په ازاده توګه اجازه کړي څو نړیوال ټويټونه وکړي، خو د یو قوي او سوپر طاقت هیواد ولسمشر ته مو د ولسمشرۍ په جریان کې د يو پوسټ کولو اجازه نه ورکوله چې دا خوشینونکي حالات دي.
د ویلوړ ده، چې ځینو نړیوالو باوري سرچینو راپور ورکړی دی، چې ټرمپ د تیرې جمعې په ورځ د یوه لوړ پوړي او صلاحیت لرونکي قاضي څخه غوښتنه کړي، تر څو دده تړل شوی اکونټ ورته خلاص او پرانیزي.
بل طرف د ټویټر مرکزي ادارې په د اړه تراوسه څه نه دي ویلي.