د امريکا متحده ايالتونو مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د اف بي ای پوليسو د دې لپاره د هغه کور پلټلی چې په ۲۰۲۴ کال کې يې د احتمالي نوماندۍ مخه ونيول شي.
ټرمپ په ورته وخت کې د خپل کور د پلټل کېدو له امله د امريکا عدلیې وزارت ته عريضه کړې او همداراز د نوموړي وکيلانو د يو خپلواک وکيل د ګومارلو غوښتنه هم کړې ده.
د امريکا مخکيني ولسمشر د دغه هېواد له عدليې وزارته غوښتي چې د هغو اسنادونو څېړنه ودروي چې د اف بي ای پوليسو يې له کوره ترلاسه کړي دي.
له بل پلوه د امريکا د عدليې وزارت وياند بيا ويلي، چې د ټرمپ له قضايي دعوې خبر دي او دوی به په محکمې کې ځواب ووايي.
د روان کال د اګست په ۸مه د اف بي ای پوليسو په فلوريډا ايالت کې د ډونالډ ټرمپ پر کور چاپه ووهله او کور يې وپلټه.
ټرمپ په لومړني غبرګون کې ويلي و، داسې پلټل يوازې د نړۍ درېيمه درجه ناکاره هېوادونو کې رامنځته کېږي. هغه زياته کړې وه، پرته له دې چې ما سره د دې موضوع په اړه خبره وشي، دغه پلټنه نامناسبه ګڼم.