نړیوال خبرونه

ټرمپ: له شرمه د ډکې تېښتې مسوولیت پر بایډن دی

BackgroundEraser 20220829 082821347
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه هېڅ راز مسوولیت نه لري. نوموړي له افغانستان د امریکايي

ځواکونو د وتلو په تړاو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د اوسني وضعیت او له دغه هېواد د شرموونکې تېښتې ټول مسوولیت پر بایډن دی ځکه هغه

په دې برخه کې د هېچا مشورې نه اورېدلې او نه یې هم د امریکايي وګړو او تجهیزاتو د ایستلو لپاره مشخص پلان درلود. دی وایي د افغانستان په مسئله کې هېڅ راز مسوولیت نه لري، خو ددې هر څه مسوول بایډن دی ځکه امریکا یې په نړیواله کچه وشرموله او له افغانستان یې په پوره بې شرمۍ پښې سپکې کړي.

Leave a Comment