د امريکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو په تړاو د ولسمشر بايډن پر پرېکړې نيوکه کړې
او ويلي يې دي چې امريکايي پوځيانو بايد د بګرام هوايي اډه ساتلې وای. ټرمپ له هندي رسنيو سره خبرو کې ويلي چې بګرام هوايي اډه
د چين له اټومي اډې د يو ساعت مزله په واټن پرته ده او امريکا بايد ياده اډه په خپلې ولکې کې ساتلې وای. ټرمپ يو ځل بيا ټينګار کړی چې امريکا افغانستان کې د ۸۵ ميلياردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهيزات
پرېيښي چې په وينا يې دا کار بايد نه وای شوی. د افغانستان ا.ا که څه هم د ټرمپ پر وروستيو څرګندونو تر اوسه غبرګون نه ده ښودلی خو وړاندې يې منلې وه چې د ميلياردونو ډالرو په ارزښت نظامي تجهيزات ور پاتې دي.