افغانستان نړیوال خبرونه

ټرمپ؛ امریکايي ځواکونه ښايي بیرته افغانستان ته ولاړ شي

FB IMG 1649006451099 2
Avatar photo
Written by Zwak News

ټرمپ؛ امریکايي ځواکونه ښايي بیرته افغانستان ته ولاړ شي.

د امریکا د متحده آیالتونو پخوانۍ ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې چې نن ورځ يي په میشګن آیالات کې د خپلو پلویانو يوې پراخې غونډې ته خبرې کولاې ویلي دي،

ښايي امریکایي ځواکونه یو ځل بیا افغانستان ته ولیږل شي او ددوی ترتیب شوي پلانونه تعقیب او ترسره کړي.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړي ده، چې ددوی د پوځ زیات شمیر مجهزې او په عصري ټیکنالوجۍ سمبال و سلې د افغانستان نوي حکومت ته پاتې شوې دي، چې ددغو و سلو داسې پرېښودل یو احمقانه کار دی.

ډونالډ ټرمپ چې په اوس وخت کې د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن سر سخت مخالف دی،

په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د بايډن ناکامې پالیسۍ ته اشاره کړي ده، او په خبره یي د بایډن د ادارې د ناکامو سیاستونو له امله اوس امریکا په یو بد وضعیت کې قرار لري.

د امریکا پخواني ولسمشر ټینګار کړی دی، چې د یادو و سلو پرېښودل د امریکا په خیر ندی، او په خبره یي چې باید ژر ترلاسه کړل شي.

Leave a Comment