ټایمز؛ اوس د پاکستان سره د حسابۍ وخت دی.
وروسته له هغې چې د پاکستات په ځینو مهمو ایالاتونو او ځینو قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي ډلې خپلو پر ید ونو ته دوام ورکړ، د پاکستان د بهرانیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ددغې ډلې د ویرې او همدا شان د افغانستان د اوسنیو حالاتو د کابو کولو لپاره د امریکا سفر پیل کړ د سفر په ترځ کې ده د یوې غونډې پر مهال وویل، چې ګویا امریکا باید د ټي ټي پي پر ضد او زموږ په ملاتړ اقدام وکړي.
خو په ورته مهال، واشګټن ټایمز په خپلو تازه ګڼو کې ويلي چې اوس د باید امریکا د پاکستان سره حساب او کتاب وکړي، او اوس د حساب کتاب وخت دی. ټایمز زیاته کړي ډیره موده وشوه چې امریکا د پاکستان سره د اړیکو په څرنګوالي بیا لیدنه ځنډیدلي ده او باید هغه قضیې راپورته شي ، او امریکا د پاکستان څخه خپل د تیر ټول پورونو او ځینو نورو مسایلو پوښتنه وکړي.
د سرچینې له قوله، په د وروستیو کې د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي او پر بیا څرنګوالي یي لیدنې ځنډیدلي دي،خو اوس وخت ددې دی چې پاکستان د تیر ټولو کړنو خسابي ورکړي.
د یادولو وړ ده ، چې تیره ورځ یوه امریکايي لوړ پوړي جنرال په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د اوسني ناسم وضعیت مسوول ټول پاکستان دی او باید نړیوالو او خاص کار امریکا ته حسابي ورکړي، دده په وینا امریکا د افغانستان او امریکا سره خپله دوه مخي پالیسي چلوي او باید ترې تیر پورونه نور وغوښتل شي.