يوۀخارجي ليکلي!
کله چې په باران کې لوند خيشت کور ته ورسېدم
ورور مې راته وویل: ولې دې چترۍ نه وه درسره وړې؟
خور مې وویل: ولې دې د باران تر درېدلو صبر نه کاوه وروسته به راغلی وې.
پلار په غوسه وویل: ودرېږه چې يو ځلې دې سم والگی ونيسي او ناروغ شې بيا به پته درته ولګېږي چې له سېره څو پخېږي.
خو مور مې چې زما د وېښتانو په وچولو لګيا وه، ويې ويل څه بې موقعې باران و چې ته يې لوند کړی يې.
((مور يعنې ټوله مهرباني او ټوله زړه سواندي.)