روغتیا

يوه څېړنه په ډاګه کوي چې شات د وينې لوړ فشار کموي، هغه کسان چې د وينې

intro 1652801633
Avatar photo
Written by Zwak News

۱ ـ شات د خوب کيفيت ښه کوي. شات په زياته اندازه انټي اوکسيدونه لري چې، د ښه خوب لامل ګرځي. تر خوب مخکې يوه کاشوغه شات خوړل لامل کيږي چې ښه او آرام خوب ولرئ.

۲ ـ  د ۲۰۱۱ کال يوه څېړنه په ډاګه کوي چې شات د وينې لوړ فشار کموي، هغه کسان چې د وينې لوړ فشار لري ورته په کار ده چې له شاتو ګټه واخلي.

۳ ـ  شات د سوځېدلي ځای پرار له منځه وړي، که مو کوم ځای و سوځېده په ګرمو اوبو يې و ميځی او بيا شات پرې ووهئ. له دې سره ټپ ژر رغېږي او پرار هم له منځه وړي.

۴ ـ په شاتو کې موجود انټي اوکسيدونه د زړه د روغتيا لپاره ګټور دي، شات د وينې رګونه له بندېدو ژغوري او د زړه د حملې مخه نيسي.

۶ ـ د سرطان مخنيوی کوي: شات د سرطان په مخنيوي کې مهم رول لوبوي.

۷ ـ شات باکټريا ضد خاصيت لري او ميکربونه له منځه وړي، له ډېرو پخوا زمانو څخه شات د زخم د تداوي او د ميکروب د له منځه وړلو لپاره کاريږي.

۸ ـ  شات د بدن انرژي زياتوي، شات پروټين، معدني مواد او امينو اسيد لري چې د بدن په مقاومت کې ونډه لري، شات طبيعي خواږه لري او زيات ګټور دي.

۹ ـ هغه کسان چې د بدن قوي دفاعي سیستم لري د نورو خلکو په نسبت ډير کم ناروغیږي. شات د بدن دفاعي سېستم پياوړی ساتي.

۱۰ ـ که شات د تازه ليمو له اوبو سره يو ځای شي د کانګو او زړه بدګي مخه نيسي.

۱۲ ـ د سيګرېټو ناوړه اغېزې هم له منځه وړي، سګرېټ د وينې رګونه تنګوي، سټرېس زياتوي او ممکن بيضو (خوټو) ته هم زيان پېښ کړي خو شات رګونه آزادوي، سټرېس له منځه وړي او بيضې (خوټې) د سيګرېټو له خطراتو ژغوري.

۱۳ ـ  د پوست ګونځې له منځه وړي، شات پوست مرطوب ساتي، چې دغه مساله د پوست ګونځې له مڼځه وړي، دغه راز په زياته انداز انټي اوکسيدونه لري چې پوست د آزادو راډيکالونو له خطرونو ژغوري.

۱۴ ـ د پوست وچوالی له منځه وړي، پوست له باکټرياوو ژغوري، د ټپ پرار(پرهار) ورکوي او داغونه له منځه وړي، دغه راز د پوست د سپينوالی لامل هم کيږي، نیمه کاشوغه طبیعي شات مو پر پوست ووهئ له ۱۵ دقيقو پس يې ومينځئ، که دا کار څور ورځې تکرار کړئ پوست به مو تازه، صاف او پياوړی شي.

– مهمه یادونه: شات باید اصلي وي. تر څو پورته یادې شوي ګټې ترلاسه کړئ!

Leave a Comment