ویسټ انډیز له نړیوال جام بهر شو.
ویسټ انډیز خپله درېمه لوبه په ایرلنډ وبایلله.
بې باوره لوبډله ده, یوه ورځ اسټرالیا او هند ماتوي بله ورځ يې په سکاټلنډ او ایرلنډ بایلي.
ایرلنډ بل پړاو ته لار پیدا کړه, د سکاټلنډ او زمبابې لوبه روانه ده, هر یو يې چې وګټي د ایرلنډ سره به یوځای بل پړاو ته راشي خو که د هرې لوبډلې اوسط خراب و هغه به افغانستان سره د اکتوبر په اته ویشتمه ولوبیږي.
الف ګروپ څخه سریلنکا او هالنډ لار موندلې.
داچې سریلنکا د الف ګروپ لومړی ځای لري نو افغانستان سره بع د نومبر په لومړۍ نېټه لوبه وکړي.