جنسي لارښود

ولې ښځه د جن+سي اړیکې پر مهال درد احساس کوي ؟

20220918 092504
Written by Zwak News

ولې ښځه د جن سي اړیکې پر مهال درد احساس کوي ؟که جن سی مشکل لری نوو شخصی کی مسج وکړې
له جن سي اړیکې وروسته یا د جن سي اړیکې پر مهال درد احساس کول زیات لاملونه لري لکه :
– ناروغۍ
– عفونیت
– فزیکي ستونزه
– اروایي ستونزه

که چېرې د جن سي اړیکې پر مهال یا هم له جن سي اړیکې وروسته درد احساس کړئ نو بدن مو تاسې ته وایي چې داخل کې ستونزه شته کومه چې تاسې باید له پامه ونه غورځوئ. د تشخیص لپاره یې سملاسي د طب (genitourinary medicine) سره اړیکه ونیسئ. ښځې ممکن د خپلې ستونزې ویلو په اړه د شرم احساس وکړي خو ډاکټر له دې ډول مسایلو سره عادي شوی وي نو تاسې هم ډاډه اوسئ ځکه چې هر انسان هر ډول روغتیایي ستونزه لرلای شي.

په ښځو کې د جن سي اړیکې پر مهال درد ممکن رحم کې وي او یا هم د خاصره لګن داخل کې وي.
په رحم کې د درد لاملونه :
– عفونیت : مرخېړی، له جنس ي اړیکې انتقال شوې ناروغي، د نر لخوا په مقعد کې د جن سي الې کارول او وروسته بیا په رحم کې داخلول او له دې لارې د مکروب یا باکتریا انتقال، کلامیدیا، سوزاک، هرپیز

– د زیات عمر ښځو کې د میاشتینۍ ناروغۍ د پای له امله د هورمون کچه کې بدلون رحم کې وچوالی پیدا کولای شي– په هر عمر کې جن سي اړیکې ته بې اشتیا کېدل ډیری وخت یې لامل سټرس هم وي– واجېنېزمس (vaginismus) یو روغتیایي حالت دی په کوم کې چې د رحم چارچاپېره یا داخل کې د عضله نښتل رامنځته کیږي او له دې چارې سره جن سي اړیکه یا له درد سره مل وي او یا نا ممکنه وي
– له ځینې توکو سره د رحم حساسیت لکه کونډوم، سپېرمېسایډز یا د سپرمو وژونکی کوم چې د اومیندوارۍ د مخنیوي لپاره کاریږي، شامپو، صابون یا جېل دوش کوم چې د صابون په ځای کاریږي

که چېرې په خاصره لګن کې درد احساس کړي نو د لاندې یاد شوي روغتیایي حالتونه یې لامل کېدای شي :
– د خاصره لګن د پړسوب ناروغي
– اېنډومیټریوسېس
– فایبرویډ
– قبضیت

Leave a Comment