جنسي لارښود

ولې ځینې ښځې په اسانۍ د کورو”الي اوج ته نه رسېږي؟

20221022 090454
Avatar photo
Written by Zwak News

د کوروالي اړیکه د‌ مېړه او خاوند ترمینځ د روحي او بدني ټینګوالي، نېږدې والي او مينې د‌ زياتېدو ترټولو غوره او تاثيرانکه لاره ده، البته چې يوازينۍ لاره نده، له بده مرغه ځينې ښځې دداسې ستونزو سره مخ دي چې يا هېڅ د کوروالي اخر او اوج نشي تجربه کولی او يا یې ډېر نادر تجربه کوي.


د کوروالي اخر ته رسېدل يا خلاصېدل په ښځينه او نارينه و دواړو کې د بدن يو طبعي غبرګون دی چې د جنسي اړيکې په پايله کې رامنځته کېږي، که نارينه او يا هم ښځينه د جنسي اړيکو د ټينګولو سره سره بيا هم د کوروالي اخر ته نه رسېږي او بيا هم نه خلاصېږي نو دا ددوی دواړو لپاره په یوه لویه ستونزه بدلېږي.


کېدی شي په ښځينه و کې د نه انز’ال کېدو يا نه خلاصیدو سبب يو نه څو دانې وي، په دې سببونو کې ځينې جسمي او ځينې هم رواني او ذهني وي.


په ډېرو موادو کې چې ښځينه نه خلاصېږي څو سببونه لري؛
•-لوړ سن يا ډېر عمر
•-ځينې جراحي عملياتونه
•-د ځینو درملو کارونه او هغوی جانبي عوارض
•-پخپل بدن شرم او ځان کوروالي ته سم نه ورکول
•-د خاوند ژر انز’ال کېدل
او نور

په ځينو مېرمنو کې د هورمونونو د انډول نه برابروالی په ځانګري ډول د اوستروجن د هورمون ناڅاپي بدلونونه او کم والی هم ددې سبب کېږي چې داسې شرايط برابر کړي چې ښځينه د کوروالي څخه خوند وانخلي او په دې ډول انزا’ل ته هم ونه رسېږي.

ددې ډول ستونزو د حل لپاره ډیرې زياتې طبي لارې چارې او درمل شته دي، خو ددې ترڅنګ پخپل ژوند کې ځینې بدلونونه راوستل هم ددې ستونزې په حل کې ګټور ثابېتېدلای شي.

د ستونزې د حل لپاره ځینې ګټورې لارې چارې

•-مېرمن مو مخکې له کوروالي په سم ډول راوپاروی، په ياد ولرئ يو ښځه بايد مخکې له کوروالي لس دقيقې د ځان سره جوخته شي، مينه ورسره وشي، ښکل شي، صفت يې وشي ترڅو د کوروالي لپاره اماده شي، ډېر کله حتی ځینې ښځې په دې سره هم انزال ته رسیدلې دي چې مېړونو یې یوازې ددوی تي يا سينې په پرلپسې ډول موښلې دي، له همدې کبله په دې بايد سم پوه شی چې مخکې له مستقيم دخول څخه مينه او محبت د ښځينه و لپاره ډېر زيات مهم دی.

•-هڅه وکړئ مېرمن مو بدون له دخول څخه په عشق او مینه انز-ال ته نېږدې کړی او وروسته چې نور يې اخري شېبې وې ورسره مستقيم دخول ترسره کړئ، په دې ډول اول به هغوی انز-ال ته رسېدلې وي بيا تاسې، که تاسې لومړی انز-ال شئ بيا نو نه نوره انرژي لری چې خپله مېرمن مو انزال ته ورسوی او نه مو هم ج-سي غړی دې ته تيارېږي، خو ښځينه وروسته د خپل انزال څخه هم کولی شي تاسې ته همغسې حس درکري.

•-که د مېرمنې شر:مګاه په سم ډول نه لندېږي نو بايد د ځينو ښويو کرېمونو او ژېلونو څخه استفاده وکړئ، دا به تاسې سره مرسته وکړي چې دخول ښه په مرمۍ او خوند سره ترسره کړی او هم به مو د مېرمنې لپاره دخول‌ د درد څخه لرې او ارام شي.
د کوروالی کولو په جریان کې د ډیر درد لاملونه څه دي؟

Leave a Comment