جنسي لارښود

ولې ځینې ښځې او خاوند جن+سي غوښتنې سره خلاف وي؟

20220910 151439
Avatar photo
Written by Zwak News

ډېری داسې جوړې (ښځه او خاوند) شتون لري، چې د دوی کورنی او ګډ ژوند ښه او بريالی وي، خو د جن سي اړيکو او مقاربت په برخه کې سره مخالفت او توپير لري. د بېلګې په ډول خاوند غواړي چې په يوې اونۍ کې څو ځلې جنسي اړيکې تر سره کړي يا دا چې خاوند لېوالتيا لري، ترڅو له خپلې ميرمنې هر شپه يوځای شي، خو په پورته وخت کې د ميرمنې لپاره يې جن سي اړيکې او مقاربت د مجبورۍ له امله او خپله کومه جنسي غرېزه نه لري.

په لنډ ډول ويلي شو، چې د ميرمنې او خاوند ترمنځ د جن سي غرېزې او جن سي مقاربت توپير هغه څه دی، چې خاوند هغه وخت جن سي مقاربت کوي چې د ميرمنې لپاره ستړی کوونکی او د مجبوريت په اساس وي او همدا ډول ميرمن د جنسي اړيکو لپاره لېوالتيا لري، خو د خاوند لپاره د مجبوريت او نه لېوالتيا يې په اساس وي.
په دې لیکنه کې څلور هغه لارې درته په ګوته کيږي، چې ښځه او خاوند له دغه ستونزې خلاصوي او د دوی ترمنځ جن سي اړيکې او مقاربت سره همغږی کوي.

۱- درمل: که چېرې په ناڅاپي ډول د ښځې او خاوند ترمنځ جن+سي لېوالتيا او غرېزه سره توپير کوي، نو لامل يې ځانګړې ناروغۍ او درمل په ګوته کيږي. د بېلګې په ډول: که چېرې ښځه او خاوند په داسې ډول سره جن+سي مقاربت کوي چې د دواړو په خوښه وي او د دواړو جن+سي غرېزه په کې راپورته وي، خو په ناڅاپي ډول د دوی ترمنځ د جن+سي مقاربت نه همغږي رامنځ ته کيږي، نو لامل يې درمل او ناروغي ده.

په ميرمنو کې مياشتنۍ ناروغي، حمل او ځينې نور بدلونونه جن+سي لېوالتيا کمزورې کوي. په نارينو کې د ځينو ناروغيو لپاره درمل جن+سي هورمونونه ضعيفوي او له امله يې جن+سي غرېزه مړاوې کيږي.

۲- جن+سي لمسون: که چېرې ښځه او خاوند جن+سي مقاربت سمدلاسه پيل کوي او له وړاندې هېڅ دول جن+سي تحريک او لمسون شتون ونه لري، نو همدغه او راتلونکی جن+سی مقاربت د يوې خوا د خوښې او د بلې خوا لپاره د اجبار په څېر وي. د جن+سي اړيکو او جن+سي مقاربت په وخت کې بايد دومره فکر د ژوند د ملګري په اړه هم وشي، څومره فکر چې د خپل ځخان په اړه کيږي. جن+سي مقاربت بايد يوازې د جن+سي غرېزې په پار تر سره نه شي، بلکې له جن+سی مقاربت سره دې ټول ګډ ژوند په فکر کې ونېول شي.

۳- په مهال وېش سره دې جن+سي اړيکې تر سره شي: که چېرې جن+سي مقاربت په هر وخت او په غېرې منظم ډول تر سره کيږي، نو د ښځې او خاوند څخه د يو لپاره ستړی کوونکی کيږي او د دوی ترمنځ دغه اړيکه بې خونده کيږي. که چېرې د جن+سي مقاربت لپاره وختونه ځانګړي شي، نو ښځه او خاوند هغه په ياد ساتي او له وړاندې يې ورته لېوالتيا شتون لري. ډېر او هر ځلې جن+سي مقاربت دغه چاره په بې علاقۍ بدلوي.

۴- د ځان پاکوالی: دا چې د اسلام په مبارک دين کې هم پاکوالی د ايمان يو شرط بللی شوی، نو باتور غیرت وایي اړينه ده، چې د ژوند په هره برخه کې د پاکوالي خيال وساتل شي. هغه خاوند او يا ميرمن چې په نشه يي توکو معتاد وي، ځينې ناورغۍ لري او نورې هغه ستونزې ورسره وي، چې ټولنيز ژوند کې خلک ورڅخه لېرې کيږي، نو په ګډ او شريک ژوند کې هم دغه چارې د لېرې والي سبب کيږي، چې جنس ي مقاربت هم له نفرت ډکوي.

Leave a Comment